پر خان یونس د صهیونیستي رژیم د توپخانې سخت بریدونه
Jul 27, 2026 13:34 Asia/Kabul
پارس ټودی - د صهیونیستي رژیم ځواکونو د غزې تړانګې په جنوب کې د خان یونس ښار پر ختیځو سیمو سخت توپچي بریدونه کړي دي.
د پارس ټوډی د راپور له مخې، چې د صدا او سیما خبري اژانس له قوله خپور شوی، دغه بریدونه هممهاله د غزې په مرکزي برخه کې، د دیرالبلح ښار سوېل ختیځ ته د ابوالعجین سیمې پر شاوخوا د صهیونیستي رژیم د زغرهوالو موټرو له درنو ډزو سره ترسره شوي دي.
د غزې تړانګې د اوربند هوکړه، چې د څو میاشتو جګړې او نسلوژنې وروسته عملي شوه، له پیله د صهیونیستي رژیم له پرلهپسې سرغړونو سره مخ شوې ده.
فلسطیني سرچینې وایي، د صهیونیستي رژیم پوځ هره ورځ د اوربند له هوکړې سرغړونه کوي او د غزې په بېلابېلو سیمو کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.
ټیګونه