د ایران او روسیې د ستراتیژیکې همکارۍ پر دوام ټینګار
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i179592-د_ایران_او_روسیې_د_ستراتیژیکې_همکارۍ_پر_دوام_ټینګار
پارس‌ټودی – د ایران او روسیې ولسمشرانو په ټلیفوني خبرو کې د تهران او مسکو د دوه‌اړخیزو او ستراتیژیکو همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.
(last modified 2026-10-08T07:26:43+00:00 )
Oct 08, 2026 11:56 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې د ستراتیژیکې همکارۍ پر دوام ټینګار

پارس‌ټودی – د ایران او روسیې ولسمشرانو په ټلیفوني خبرو کې د تهران او مسکو د دوه‌اړخیزو او ستراتیژیکو همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د صدا او سیما خبري اژانس په حواله، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ټلیفوني خبرو کې، د تهران او مسکو د اړیکو د مخ پر پراختیا بهیر ته په پام سره، په بېلابېلو برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر دوام او پیاوړتیا ټینګار وکړ او د دغه مسیر دوام یې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو په لوري کې بریالی وباله.

پوتین هم په دې خبرو کې د جامع ستراتیژیکې همکارۍ د تړون په چوکاټ کې د تهران او مسکو د همکاریو بهیر ته په اشارې سره وویل: له سیمه‌ییزو تحولاتو او پېښو سره سره، دغه همکارۍ روانې او دوام لري.

هغه د دښمنانو د یرغل پر وړاندې د ایران د خلکو تاریخي او حماسي مقاومت ته په اشارې سره وویل: د ایران زړورتیا په ټوله نړۍ کې د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی او د هغوی د ستاینې وړ ګرځېدلې ده.

د روسیې ولسمشر، د ځینو هېوادونو له لوري د منځګړیتوب او د کړکېچ د کمولو لپاره هڅو ته په اشارې سره وویل: روسیه له دغو سیاسي هڅو ملاتړ کوي او ایراني دوستان کولای شي ډاډه وي چې مسکو هم چمتو دی په دې برخه کې رول ولوبوي او مرسته وکړي.

پوتین د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې، د تهران او مسکو ترمنځ د نږدې اړیکو او همکاریو پر دوام د ټینګار ترڅنګ، د اسلامي انقلاب رهبر آیت‌الله سید مجتبی حسيني خامنه‌ یي ته یې خپل توده سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کړې.