د سوریې د دمشق هوايي ډګر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس د سانا خبري اژانس په قول راپور ورکړی د سوریې حکومت د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کښې د فعالیتونو او د الوتونو د بندیدا په هکله خبرونه دروغ وبلل.
د سوریې د هوايي چلند ادارې مدیر« باسم منصور » په دې هکله وویل د دمشق نړیوال هوايي ډګر په کامل ظرفیت سره فعالیت کوي او د دغه هوايي ډګر د فعالیتونو او د الوتکو د تګ راتګ د بندیدا په هکله د ځینو رسنیو او چینلونو لخوا خپاره شوي خبرونه دروغ دي.
له بلې خوا د سوریې دفاع وزارت په یوې بیانیې کښې وویل چې زمونږ ځواکونو د حماه او د حمص ولایتونو په خوا کښې د ترهګرو ډلو په مرکزونو او د دوې په تدارکاتي لیکو او صفونو باندې د توپونو او د راکټونو سختې حملې وکړې.
په دغه بیانیه کښې ویل شوي دي چې د سوریې او د روسیې جنګي الوتکو هم د ترهګرو په صفونو باندې متمرکزې حملې وکړې چې د لسګونو ټروریسټانو د هلاکت او د هغوې د ګڼ شمیر تجهیزاتو او د ګاډو د تباه کیدا سبب شوې.
د سوریې دفاع وزارت دغه راز ټینګار وکړ چې د حمص ولایت په جنوب ختیځ کښې« القریتین» سیمې ته د ترهګرو د ورتلو په هکله د ځینو رسنیو خبر دروغ دی او زمونږ ځواکونه په خپلو مرکزونو کښې دیره دي.
رسنیو دغه راز د سوریې په ټولو سیمو کښې د بیړني دیره کیدا د پلان پراساس د جنګ په سیمو کښې د سوریې د پوځي ځواکونو د بیا منظمیدا خبر ورکړ.
له دې سره په یووخت د سوریې د معارضینو ډلو د پوځي عملیاتو کوټې په«قنیطره» سیمې د سلطې ادعا وکړه.