په سوریې کښې نن له بشار اسد وروسته لومړي انتخابات کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i165484-په_سوریې_کښې_نن_له_بشار_اسد_وروسته_لومړي_انتخابات_کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د دغه هیواد د پارلمان لومړي انتخابات نن د خلکو له نیغ په نیغه ګډون پرته ترسره کیږي.
(last modified 2025-10-05T06:16:00+00:00 )
Oct 05, 2025 10:40 Asia/Kabul
  • په سوریې کښې نن له بشار اسد وروسته لومړي انتخابات کیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د ولسمشر بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د دغه هیواد د پارلمان لومړي انتخابات نن د خلکو له نیغ په نیغه ګډون پرته ترسره کیږي.

د سوریې د پارلمان انتخابات د موقته اساسي قانون پراساس او په غیر مستقیم او انتصابي ډول ترسره کیږي په دې ډول چې د پارلمان له دوه سوه لسو استازیو څخه په دریو کښې دوه برخې استازي  د سیمه ئیزو انتخاباتي پلاویو لخوا او  په دریو کښې یوه برخه استازي هم د موقته حکومت د مشر احمد الشرع  لخوا چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی نیغ په نیغه انتخابیږي.

د پارلمان دغه پړاو درې کلن دی او تر هغه وخت پورې دی چې د سوریې دائمي اساسي قانون تدوین شي او د خلکو نیغ په نیغه ګډون سره عمومي انتخابات ترسره شي.

د دغه پارلمان  د تمدیدا امکان به هم موجود وي.

د سوریې د پارلمان انتخابات نن سهار نهه بجې پیل شوي او د رایو صندوقونه به د مازیګر په پینځه بجې وتړل شي.

د سوریې لوړې کمیټۍ چې د موقته حکومت مشر احمد الشرع ټاکلي ده پینځلس سوه کاندیدان تائید کړي چې څوارلس فیصده یې ښځې دي او دغو کسانو تیره اونۍ د غونډو او د مناظرو په ترسره کولو سره خپل پروګرامونه وړاندې کړل.

د سوریې اوسني انتخاباتي سیسټم دغه شرط ټاکلی دی چې د انتخاباتو کاندیدان باید د پخواني حکومت پلویان یا د هیواد د ویشلو غوښتونکي نه وي.

هیله کیږي چې د سوریې د پارلمان په دریو کښې د دوه برخو انتخاباتو نتیجې نن اعلان شي خو پارلمان به تر هغه وخته چې احمد الشرع په دریو کښې یوه برخه نور استازي انتصاب  نکړي په رسمي ډول جوړ نشي.

په عین حال کښې د سعودي عربستان «الحدث» ټيلي ويژن په دې هکله راپور ورکړ او ویې ویل د سوریې انتخابات به په کامل ډول ډيموکراټیک نه وي ځکه چې په غیر مستقیم ډول ترسره کیږي او په دریو کښې د دوه برخې استازیو د ټاکلو لپاره چې له دوه سوه لسو کسانو څخه به رایې اچول د سیمه ئیزو پلایو لخوا ترسره شي او په دریو کښې یوه برخه استازي به هم نیغ په نیغه د احمد الشرع لخوا وټاکل شي.

دا په داسې حال کښې دي چې د سوریې په جنوب کښې له السویدا ولایت څخه چې اکثره وسیدونکي یې دروزیان دي او دغه راز د سوریې له شمال ختیځ څخه د کاندیدانو نشتون په پارلمان کښې د ټولو اقلیتونو د شتون په هکله یوشمیر پوښتنې رامینځته کړي دي.