ایا د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته به د نتانیاهو جشن دوام وکړي؟
د عربي نړۍ د چارو کارپوه عبدالباري عطوان د سوریې مخالفینوپه لاس د دمشق له سقوط وروسته بدلونونه څیړلي او لیکلي یې دي: ایا د بشارالاسد له نسکوریدو وروسته به د نتانیاهو جشن دوام وکړي؟
زمونږ خبریال د ایرنا له قوله راکوی ، عبدالباری عطوان په دې خبرې سره چې په دمشق کې د بدلونونو بهیر د واشنګټن، انکاره او تل ابیب د پلانونو په ترڅ کې ډېر ګړندی روان وو، زیاته کړه: اوس مهال دا وضعیت په بشپړه توګه څرګند نه دی او په ټولو برخو کې ډیری حیرانتیاوې راروانې دي .
عطوان په دې خبرې سره چې سوريه د وسلو يو ځنګل دی وويل: دمشق او د سوريې لوي ښارونه له هغو جنګونو سره مخامخ دي چې د سوريې وسله وال مخالفين د امريکا، ترکيې او نورو عربو هېوادونو په استازيتوب ترسره کوي.
هغه په پای کې د سوریې اوسنیو حالاتو ته په پام سره دا پوښتنه راپورته کړه چې ایا د بشارالاسد له نسکورېدو وروسته به د نتانیاهو جشن دوام وکړي؟