روسیه د ایران د سوله ایز ایټمی پروګرام بشپړ ملاتړ کوي
(last modified Thu, 12 Dec 2024 08:52:00 GMT )
Dec 12, 2024 13:22 Asia/Kabul
  • روسیه د ایران د سوله ایز ایټمی پروګرام بشپړ ملاتړ کوي

په ملګروملتو کې د روسیې نماینده د جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې  په اجرا کې  د لویدیځي هیوادونو په کارړنګونې په نیوکو سره  ووئيل،د ایران سوله ایز ایټمی فعالیتونه  له بل هر یوه هیواده زیات څارل شوي دي.

زمونږخبریال راپور راکوي،  په ملګروملتو کې د  روسیې استازي  واسیلي نبنزیا  امنیت شورا ته په یوه رسمي لیک لیږلو سره  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په بیرته احیاء باندې په ټيڼګار سره  زیاته کړې ده ، دایران اسلامی جمهوریت  د ایټمی انرژۍ  په غړو هیوادونو کې  له بل هر یوه غړي هیواده زیات ئې  فعالیتونه په  بشپړ ډول  او له نزدې  څارل شوي دي. او  په انحصاري  بڼه ئې  د خپل ایټمي پروګرام  د وضعیّت په باب مفصل اطلاعات  آژانس ته وړاندې کړي دي،په داسې حال کې چې  فرانسې، جرمني او انګلستان او امریکا  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء  لپاره هڅې بې اغیزې کړي دي.

په ملګروملتو کې د  روسیې نماینده  زیاته کړې ده ، لویدیځي هیوادونه د امنیت شورا د د ۲۲۳۱پریکړه لیک او جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په څرګندې خلاف ورزۍ کې  له خپلو اقداماتو څخه د توجهاتو د منحرفولو لپاره  په  هڅې کې یو ډول شیطنت سره  هڅه کوي  ایران  داسې وبریښوي چې  دپروګرام د اجرا پّ باب  د اوسني وضعیّت مسئول دی.البته دا هڅې په ماتې محکومې دي ،ځکه  هیڅکله هم د ایټمي موافقې په اجرا کې  دځنډيدا واقعي علت  نشي پټولی چې له دغې موافقې د امریکای واړخیز وتل دي .