له ترهګرۍ سره مبارزه، هراړخیزې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155374
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له تاوتریخوالي او افراطیت څخه د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې، له ترهګرۍ سره په مقابله کې پر نړیوالې ملګرتیا او مقابلې ټینګار وکړ.
(last modified 2024-12-18T09:30:19+00:00 )
Dec 18, 2024 13:58 Asia/Kabul
  • له ترهګرۍ سره مبارزه، هراړخیزې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي له تاوتریخوالي او افراطیت څخه د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام کې، له ترهګرۍ سره په مقابله کې پر نړیوالې ملګرتیا او مقابلې ټینګار وکړ.

په ایکس ټولنیزه شبکه کې د اسماعیل بقایي په یوه پیغام کې راغلي: د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې "له تاوتریخوالي څخه پاکه نړۍ او له افراطیت سره مبارزې"  ترعنوان لاندې د ایران لخوا له وړاندیز شوي پریکړه لیک څخه چې په اتفاق سره تصویب شوه، یوولس کاله تېر شول.

په دغه پیغام کې هغه ټینګار وکړ: له ترهګرۍ او تاوتریخجن افراطیت سره د مقابلې او سولې او امنیت او بشري حقوقو لپاره د هغې له خطرونو سره مقابله، هراړخیزې نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لری.