ایران او بلاروس د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155376-ایران_او_بلاروس_د_خپلو_همکاریو_دوام_ته_ژمن_دي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي له خپل بلاروسي سیال سره په کتنه کې وویل: تهران او مینسک هوډمن دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره، ملګرتیاو ته دوام ورکړي.
(last modified 2024-12-18T06:03:14+00:00 )
Dec 18, 2024 10:30 Asia/Kabul
  • ایران او بلاروس د خپلو همکاریو دوام ته ژمن دي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال مجید تخت روانچي له خپل بلاروسي سیال سره په کتنه کې وویل: تهران او مینسک هوډمن دي چې د دواړو هېوادونو د خلکو د ګټو او د سیمه ایزې او نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره، ملګرتیاو ته دوام ورکړي.

د بلاروس د بهرنیو چارو د وزیر لومړي مرستیال سرگه لوکاشویچ چې تهران ته په سفر تللی، د سه شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دغه کتنه کې لوکاشویچ د ایران او بلاروس دوستانه اړیکو ته په اشارې سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کولو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په حل کې د مرستې لپاره، د دوه اړخیزو سلامشورو د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ.

په دغه کتنه کې تخت روانچي همدارنګه د دوه اړخیزو تعلقاتو او د سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله د ایران او بلاروس ترمنځ سیاسي سلامشورې ضروري وبللې او د نړیوال ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د دوه اړخیزو او څو اړخیزو هڅو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.