د سوریې راتلونکی باید له بهرنۍ مداخلې پرته وټاکل شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i155380-د_سوریې_راتلونکی_باید_له_بهرنۍ_مداخلې_پرته_وټاکل_شي
په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: د سوریې راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو له خوا پرته له بهرنۍ لاسوهنې او تحمیل څخه وټاکل شي.
(last modified 2024-12-18T09:58:58+00:00 )
Dec 18, 2024 14:26 Asia/Kabul
  • د سوریې راتلونکی باید له بهرنۍ مداخلې پرته وټاکل شي

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني وویل: د سوریې راتلونکی باید یوازې د دغه هېواد د خلکو له خوا پرته له بهرنۍ لاسوهنې او تحمیل څخه وټاکل شي.

د سحاب شبکې د خبر له مخې، امیر سعید ایرواني د سه شنبې په ورځ زیاته کړه: د سوریې له اوسني وضعیت څخه په ناوړه ګټه اخیستنې سره دغه رژیم، خپل سیاسي اهداف تعقیبوي او د دغه هېواد د زیربناوو ویجاړولو ته دوام ورکوي.

هغه وویل: امنیت شورا باید د دغو تیریو د مخنیوي او د سوریې پر ځمکو د اسرائیلو د اشغال د پایته رسولو لپاره پرېکنده اقدام وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت لوړرتبه ډیپلوماټ په دوام کې وویل: ایران او سوریه تاریخي او دوستانه اړیکي لري، چې د ګډو ګټو او د نړیوالو قوانینو د اصولو پر اساس اوس هم د پراخېدو په حال کې دي.

هغه وویل: ایران په خپل رغنده رول کې ثابت پاتې کېږي او له ملګرو ملتونو، سیمه ایزو شریکانو او د سوریې له خلکو سره به همکاري وکړي، څو په سوریه او پراخه سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات ترلاسه کړي.