د ایران ولسمشر د اسلامي هېوادونو پر څو اړخیزه ملګرتیا ټینګار وکړ
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ډي آته هېوادونو د مشرانو په ناسته کې د اسلامي هېوادونو پر څو اړخیزه ملګرتیا او څو اړخیزتوب په لور پر حرکت ټینګار وکړ.
د دغې ناستې په پیل کې د ایران ولسمشر د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره ویلي چې، دا زموږ د ټولو دنده ده چې په همپالنې او عملي اقداماتو سره، په سیمه کې د کړکېچ د دوام مخه ونیسو.
مسعود پزشکیان د غړو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره، د هوش مصنوعي په برخه کې د یوه پلان چمتو کولو وړاندیز وکړ.
هغه همدارنګه له غړو هېوادونو سره د ایران د علمي تجربو په تبادله کې د خپل هېواد پر لېوالتیا هم ټینګار وکړ.
د ایران ولسمشر په دوه زره دېرشم میلادي کال کې د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې زیاتولو هدف ته په اشارې سره ویلي چي، تبادله د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د کچې په زیاتولو کې مهم رول لوبولی شي.
په پای کې پزشکیان هیله څرګنده کړې چې د دغه سازمان د مشر په توګه د مصر د ریاست په دوره کې، د ډي آته د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري زیاته شي.