ایران او مصر د اړیکو د بیا پیلولو لپاره اړینه اراده لري
د ایران د ولسمشر سیاسي سلاکار د ایران او مصر د اړیکو د بیا پیلولو لپاره د لازمې ارادې د شتون خبر ورکړی.
د ایران د ولسمشر سیاسي سلاکار "مهدي سنايي" ویلي چې د نیول شویو تدبیرونو له مخې تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د ایران او مصر سفارتونه بېرته پرانستل شي.
سنايي په قاهره کې د D8 په سرمشریزه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مسعود پزشکیان شتون ته په اشارې سره زیاته کړې چې د دغې ډلې په غړیو هېوادونو کې څه د پاسه یو میلیارد او دوه سوه میلیونه مسلمانان ژوند کوي، چې د نړۍ د ټول مسلمان نفوس ۶۰ سلنه ګڼل کېږي.
د ایران د ولسمشر سیاسي سلاکار همدارنګه د ایران او مصر د اړیکو سطحې ته اشاره وکړه او ویې ویل، ایران او مصر له څلورو لسیزو راهیسې سیاسي اړیکې نه لري، خو په تېر کال کې ښه تعامل رامنځته شوی دی.