د عراق لومړي وزیر له ترهګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
مهر خبري اژانس راپور راکړی د عراق لومړي وزیر «محمد شیاع السوډاني» وویل: د دغه هیواد پوځ د ترهګرۍ او د امنیتي ګواښونو په مقابل کښې پیاوړی دیوال دی.
هغه د عراق د پوځ د جوړیدا د یوسل څلویښتمې کلیزې په مناسبت ټینګار وکړ: پوځ د یوه ستر پوځي او د ملي ارګان په توګه د احتمالي ګواښونو او د ټروریزم په وړاندې یو پیاوړی دیوال دی.
د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني په سوریې کښې د بشار اسد د حکومت له نسکوریدا وروسته د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او د واکمنۍ د ساتلو د اهمیت او د سوریې د ملت په څنګ کښې په دریدا کښې د بغداد په دریځ ټینګار وکړ.
هغه دغه راز د سوریې د امنیت د ساتلو لپاره سیاسي او ډيپلوماټیکو هڅو ته په اشارې سره په سوریې کښې د کړکیچ د پراخیدا په شمول د سیمې د چیلنجونو په وړاندې د یوهیړ دریځ لپاره د عربو او د اسلامي هیوادونو د غږملتیا غوښتنه وکړه.