د اسرائیلو رژیم ۵۴۰۰۰ پوځیان رواني ناروغان شوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i156152-د_اسرائیلو_رژیم_۵۴۰۰۰_پوځیان_رواني_ناروغان_شوي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رژیم رسنیو په غزې کښې د جنګ له پیل راهسې د صهیونیسټ رژیم د څلور پنځوس زره پوځيانو په رواني او نفسیاتې ناروغیو د اخته کیدا خبر ورکړ.
(last modified 2025-01-09T08:28:55+00:00 )
Jan 09, 2025 10:43 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو رژیم ۵۴۰۰۰  پوځیان رواني ناروغان شوي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رژیم رسنیو په غزې کښې د جنګ له پیل راهسې د صهیونیسټ رژیم د څلور پنځوس زره پوځيانو په رواني او نفسیاتې ناروغیو د اخته کیدا خبر ورکړ.

د اسرائیلو رژیم د «ناټال» رواني ملاتړ فاونډیشن وویل په تیر میلادي کال کښې یې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره کابو څلورپنځوس زره تماسونه ترلاسه کړي دي چې شپیته فیصده یې د صهیونیسټ رژيم د احتیاط ځواکونو ته اړونده دي.

د صهیونیسټ رژیم د« ناټال» د رواني ملاتړ فاونډیشن د غزې په جنګ کښې د صهیونیسټ پوځیانو په احتمالي رواني ناروغیو باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل دغه پوځیان له خپلو ماموریتونو ستنیدا وروسته له سختو روحي او رواني مشکلاتو سره مخامخ دي تر دې حده چې ډیرې پوځیان یې خودکشیانې کوي.

د اسرائیلو د یوه شل کلن پوځي« الیران مزراحي» کورنۍ وویل چې هغه د فلسطین په غزې تړانګه کښې د خپل لومړي ماموریت له ستنیدا وروسته له رواني ناروغۍ او اسټریس سره مخامخ دی.

د اسرائیلو رژیم «کان» ټیلي ويژن هم څه موده مخکې د غزې تړانګې پرضد د جنګ له دوام څخه د صهیونیسټ رژيم د پوځیانو ستړتیا ته په اشارې سره وویل دغه جنګ په داسې حال کښې دوام لري چې د اسرائیلو عسکر نور د جنګ کولو توان نلري.