د لوېدیځې آسیا نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه
د تهران د جمعې لمانځه موقت خطیب وویل: د نړیوال استکبار د هڅو په خلاف، د لوېدیځې آسیا د سیمې نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه.
د تهران د جمعې لمانځه موقت خطیب حجت الاسلام والمسلمین سید محمد حسن ابو ترابي فرد د دې اونۍ د جمعې لمانځه په خطبو کې وویل: نړیوال استکبار د لوېدیځې آسیا د نقشې د بدلولو په لټه کې وو، خو د سیمې نقشه د مقاومت د محور په ګټه بدله شوه.
د تهران د جمعې لمانځه موقت مبلغ په دوام کې وویل: اسلامي ایران له څلورو لسیزو راهیسې د هر ډول بندیزونو تر فشار لاندې دی او دغو بندیزونو په تېره یوه لسیزه کې خورا زیات شوي دي.
حجت الاسلام و المسلمین ابو ترابي فرد زیاته کړه: د ملي ګټو، امنیت او د امریکا د استکبار او تیریو پر وړاندې د درېدو لپاره کلک هوډ او اراده، هغه ستر جریان دی چې ټولې اسلامي نړۍ ته رسېدلی دی.
د تهران د جمعې لمانځه موقت مبلغ څرګنده کړه: د ایران اسلامي انقلاب په بیدارۍ او ستر انقلابي غورځنګ او اقتدار کې چې نن سبا اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده، محوري او اغېزمن رول لوبولی دی.
حجت الاسلام و المسلمین ابو ترابي فرد څرګنده کړه: راتلونکې پیښې به همداسې وي او په سوریه کې وحشیانه اقدامات به بې له شکه د اسلامي امت د مقاومت او پیوستون زیاتوالي او د صهیونیسټي رژیم د نورو ناکامیو لپاره لاره هواره کړي.