د ایران او روسیې ترمنځ ګډ جامع ستراتیژیک تړون لاسلیک شو
(last modified Sat, 18 Jan 2025 01:27:01 GMT )
Jan 18, 2025 05:57 Asia/Kabul
  • د ایران او روسیې ترمنځ ګډ جامع ستراتیژیک تړون لاسلیک شو

د ایران او روسیې ولسمشرانو مسعود پزشکیان او ولادیمیر پوتین، پرون په کرملین ماڼۍ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ګډ هراړخیز ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ.

دا تړون به په یوه سریزه او ۴۷ مادو سره د همکارۍ او په ځانګړې توګه د تهران او مسکو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پرانیستلو سبب شي.

د دغه تړون په لاسلیکولو سره به، د ایران او روسیې دواړه هېوادونه په ځانګړې توګه په اقتصادي، علمي، تخنیکي، کلتوري او سیاحتي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.

په دې مراسمو کې چې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت او د روسیې فدراسیون د لوړ رتبه پلاویو د خبرواترو په پای کې ترسره شول، تهران او مسکو د نوي سند په چوکاټ کې د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا لپاره پر خپل هوډ ټینګار وکړ.

د ايران او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو نوی تړون، د اقتصادي همکاريو، علمي او تخنيکي همکاريو او د کلتور او سيلانۍ برخو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړيوالې سوداګرۍ او انرژۍ په برخو کې همکاري، د د نوې ټکنالوژۍ په برخو کې همکاري، اطلاعاتو او سايبري امنيت، سوله ايزې اټومي انرژۍ، دفاعي او پوځي مسايلو او له ترهګرۍ سره د مبارزې، د چاپيريال  او د کسپین سمندرګي د مسايلو په برخو کې همکاري د دې تړون ځینې مادې جوړوي.