د شهیدانو د رفتاري ځانګړتیاوو څرګندول اړین دي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په کلتوري او هنري کارونو کې د شهيدانو د رفتاري ځانګړنو څرګندول ضروري وبلل.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د اطلاع رسونې د دفتر په حواله، د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آیت ا... خامنه يي څرګندونې، (چې د کاشان ولایت د ۱۸۸۰ شهیدانو د ملي کنګرې له تنظیموونکو سره په لیدنه کې چې د جنورۍ په ۱۵ نېټه ترسره شوې وه،) تېره شپه په کاشان کې په دې ناسته کې خپرې شوې.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په کلتوري او هنري کارونو کې د شهيدانو د رفتاري ځانګړتياوو څرګندول ضروري وبلل او زياته يې کړه: د شهيدانو رفتاري ځانګړتياوې لکه له ځانه تېرېدل او قرباني ورکول، د خدای پاک په دربار کې د ځوانو مبارزانو عبادت او خالصانه دعا او د اسلام او انقلاب د شعارونو په تړاو د هغوی درناوی او غیرت، د ملت دوامداره اړتیا ده چې د دغو ځانګړتیاوو انتقال یوازې د هنري کارونو او د کیفیت لرونکو آثارو لکه فلمونو، شعرونو او انځورونو په تولید سره ممکن دی.
د شهيدانو د ميندو صبر او شکر څرګندول، بله هغه مسئله وه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر په هنري وسيلو سره د هغوی پر انځورولو باندې په ټینګار سره وويل: د هغه مور صبر او شکر چې خپل بچی یا اولادونه يې د خدای په لاره کې ورکړي دي، د بیان وړ نه دي، مګر د دې حیرانوونکو درسونو څرګندول، د هنري کارونو په بڼه ممکن دي.
حضرت آیت ا... خامنه یي دغه راز د ایران د اصفهان ولایت د کاشان ښار د تاریخ په اوږدو کې عالِم پالونکی، فقیه پالونکی، مبارز پالونکی او هنر پالونکی یاد کړ او د هغو شخصیتونو په درناوي سره چې د انګریزي استعمار په خلاف یې مبارزه کړې او له دغه ښاره راپورته شوي دي، په تېره بیا لکه زړور عالم مرحوم آیت ا... کاشاني، هغوی وویل: کاشان په علم، هنر او له اهل بیتو (ع) سره د مینې د لرلو ترڅنګ، د سپېڅلي دفاع په ډګر او د انقلاب په ځینو نورو پیښو کې هم ځلانده او روښانه وځلېد او وې ښوده چې په دې سیمه کې د زړورو او مبارزو کسانو پالنه دوام لري.