"الحشد الشعبي" د عراق د امنیتي ځواکونو یوه برخه ده
د عراق ولسمشر وویل، د « الحشد الشعبي » پورې اړوند او تړلې وسله والې ډلې د مرکزي حکومت تر څارنې لاندې دي او د عراق د امنیتي ځواکونو برخه ده.
د عراق ولسمشر عبداللطیف جمال رشید د دې په بیان سره چې عراق یو خپلواک هېواد دی زیاته کړه، عراق له ټولو هېوادونو په تېره بیا له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د دغه هېواد سیاستونه د عراق د خلکو د ملي ګټو او هوساینې په اساس اجرا کېږي.
جمال رشید همدارنګه د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په کلنۍ غونډه کې ګډون، د عراق او منځني ختیځ (لوېدیځې آسیا) د اوسني وضعیت یو رښتینی انځور اعلان کړ او ویې ویل، عراق له امنیتي بحران سره مخامخ نه دی او پارلمان د دې هېواد د مهمو مسلو په تړاو پریکړه کوي.
د عراق ولسمشر د دې په بیان سره چې د خپل هېواد راتلونکي ته خوشبینه دی زیاته کړه، د خپل هېواد د خدماتو او زیربناوو د ښه والي په برخه کې له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د همکارۍ د پراخېدو هرکلی کوي.