د صهیونیسټ رژیم پخوانی لومړی وزیر متحده عربي اماراتو ته ورغلی
Jan 28, 2025 12:35 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم رسنیو په ابوظهبۍ کښې د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید سره د اسرائیلو رژیم د پخواني لومړي وزیر نفتالي بنت د کتنې خبر ورکړ.
دغه کتنه پرون په ابوظهبۍ کښې شوي ده او درې ساعته یې دوام درلود.
تراوسه د دغه کتنې جزیات نه دي خپاره شوي.
متحده عربي امارات له بحرین، اردن ، مصر، ترکیې او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې د صهیونیسټ رژیم ستر ملاتړی دی او ابوظهبۍ د فلسطین د خلکو پرضد د اسرائیلو رژیم د جنګ په بهیر کښې له دغه رژیم سره مالي ، وسله والې او د خوراکي شیانو مرستې کړي دي.
متحده عربي اماراتو په کشتیو کښې اسرائیلو ته زیات خوراکي سامانونه او تیل وغیره رسول.
ټیګونه