امریکا د چین ، د کاناډا او د میکسیکو پرضد تعرفې ولګولې
(last modified Sun, 02 Feb 2025 00:39:09 GMT )
Feb 02, 2025 05:09 Asia/Kabul
  • امریکا د چین ، د  کاناډا او د میکسیکو پرضد تعرفې ولګولې

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرامپ د خپلو سترو شرکاو چین، کاناډا او د میکسیکو پرضد نوي تعرفي اعمال کړې.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د دغو هیوادونو پرضد د نویو تعرفو د لګولو د خبرداریو په عملي کولو سره د چین ، د کاناډا او د میکسیکو د شیانو پرضد نوي تعرفي ولګولې.

د امریکا ولسمشر ټرامپ د کاناډا چارواکي خبر کړي دي چې له راتلونکي سه شنبې ورځې راهسې به امریکا ته د کاناډا په ورتلونکو سامانونو باندې پینځویشت فیصده تعرفي  اعمال شي خو د کاناډا په تیلو بیا یوازې لس فیصده تعرفي اعمال شوي دي.

امریکا دغه راز له میکسیکو څخه په ورتلونکو شیانو باندې هم پینځویشت فیصده تعرفي اعمال کړي دي او دغه راز له چین څخه امریکا ته په ورتلونکو شیانو یې لس فیصده تعرفي لګولي دي.

سپینې ماڼۍ ویلي دي که چیرې کوم هیواد د تعرفو پرضد غبرګون وښود نو مونږ ورسره مقابلې کولو لپاره تیار یوو.