تهران او باکو د دښمنانو پروړاندې پر مقابلې ټینګار وکړ
پارس ټوډې – د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي او د آذربایجان د ولسمشر د بهرني سیاست مرستیال، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د مهر خبري آژانس په حواله او د پارس ټوډې د خبر له مخې، د آذربایجان د ولسمشر د بهرني سیاست سلاکار«حکمت حاجي اف» پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا له منشي او په دغه شورا کې د اسلامي انقلاب د رهبر له استازي «علي اکبر احمدیان» سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
احمدیان د تهران او باکو د اړیکو پراختیا ضرورت ته په اشارې سره وویل، د دواړو خواو دښمنان او بدخواهان غواړي چې د ایران او آذربایجان جمهوریت اړیکې دوستانه نه وي، خو د دواړو هېوادونو عقلانیت باید میدان ته داخل شي او دا تخریبي فضا کنټرول کړي.
احمدیان د آذربایجان له ولسمشر الهام علي اف سره کتنې ته په اشارې سره، د مختلفو مسایلو په هکله د شویو موافقو پر تعقیب ټینګار وکړ.
د آذربایجان د ولسمشر د بهرنۍ تګلارې مرستیال همدارنګه وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې د پراخېدو په حال کې دي، په تېره بیا له الهام علي اف سره د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د منشي له کتنې وروسته، له باکو څخه یو شمېر چارواکي ایران ته راغلل.
حکمت حاجي اف ټینګار وکړ، هېڅ بهرنی هېواد باید د ایران او آذربایجان جمهوریت د اړیکو د پراختیا مخه ونه نیسي.