ایران د فلسطینیانو د نسل کشۍ د دوام په هکله خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157002-ایران_د_فلسطینیانو_د_نسل_کشۍ_د_دوام_په_هکله_خبرداری_ورکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند « اسماعیل بقايي هامانه» د جنین کیمپ په شمول د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیست رژيم د حملو په زیاتیدا باندې
(last modified 2025-02-04T05:56:27+00:00 )
Feb 04, 2025 10:21 Asia/Kabul
  • ایران د فلسطینیانو د نسل کشۍ د دوام  په هکله خبرداری ورکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند « اسماعیل بقايي هامانه» د جنین کیمپ په شمول د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیست رژيم د حملو په زیاتیدا باندې

د اندیښنې په ښودلو سره د فلسطین د خلکو د کورونو د ړنګولو ، د خلکو د  خپل سره نیولو او د ملکي وګړو د وژلو په شمول د جنایتونو ترسره کول وغندل.

هغه په غزې تړانګه کښې له اوربند او د نړیوالې ټولنې له چوپتیا سره په یووخت د اردن سیند په لویدیځې غاړې باندې د اسرائیلو د نسل کشۍ د کمپاین د پراخولو په هکله د فلسطین د بشري حقوقو د ځانګړي راپورټر په شمول د ملګروملتونو د بشري حقوقو د مراجعو بیا بیا خبرداریو ته په اشارې سره د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ نیواکګر رژیم د ناوړه جنایتونو د تکرار د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې په تیره بیا د اسلامي او د سیمې د مسلمانو هیوادونو د جدي غبرګون غوښتنه وکړه.

اسماعیل بقايي هامانه د فلسطینیانو د نسل کشۍ د لمن د پراختیا په وړاندې د ملګروملتونو او د امنیت شورا د بې عملۍ په دوام باندې د ژورې اندیښنې په څرګندولو سره د نسل کشۍ د جنایت او د نورو ناوړه نړیوالو جنایتونو د بندولو لپاره د خپل اخلاقي او قانوني مسوولیت د لوبولو لپاره د ټولو حکومتونو په جدي تحرک ټینګار وکړ.