د امریکا زور ویلو ته نه تسلیمېږو
(last modified Fri, 07 Feb 2025 11:58:44 GMT )
Feb 07, 2025 16:28 Asia/Kabul
  • د امریکا زور ویلو ته نه تسلیمېږو

پارس ټوډې – د سویلي افریقا ولسمشر ویلي: دا هېواد د امریکا زور ویلو پته نه تسلیمېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تېرې چهارشنبې په ورځ سویلي افریقا د "امریکا ضد" آجنډا په غوره کولو تورنه کړه او ویې ویل چې هغه به په دې هېواد کې د جي شل ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون ونه کړي.

د ایرنا په حواله او د پارس ټوډې د راپور له مخې، د سویلي افریقا ولسمشر سیریل رامافوزا په ټولنیزو رسنیو کې ویلي: "موږ د ملتپالنې د ودې، له صنعتونو څخه د ملاتړ پالنې د سیاست، د لنډ لید لورو ګټو د تعقیب او د ګډو آرمانونو د زوال شاهدان یو."

هغه زیاته کړې: دا هغه نړۍ نه ده چې سویلي افریقا باید د مخ پر ودې اقتصاد په توګه پکې حرکت وکړي، مګر موږ باید نا امیده نه شو. زموږ خلک صبر کوي، خو زور ویلو ته نه تسلیمېږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې یکشنبې په ورځ د شواهدو له وړاندې کولو پرته ادعا وکړه چې "سویلي افریقا ځمکه غصب کوي" او د خلکو له ځینو خاصو طبقو سره ډېر بد چلند کېږي. ټرمپ اعلان وکړ چې د دې موضوع تر څېړلو پورې به مرستې بندې کړي.

د سویلي افریقا د کانونو او پټرولیم وزیر "ګوډه مانتاشه" د دې مسلې په غبرګون کې پر دې باندې په ټینګار سره چې افریقایي هېوادونه باید د امریکا د ګواښونو په مقابل کې شاتګ ونه کړي ویلي وو: "که دوی موږ ته پیسې را نه کړي، راځئ چې دوی ته کاني توکي ورنه کړو." موږ سوالګر نه یو. راځئ چې له دې لارې خپله په ګټه کار واخلو. که زموږ براعظم د ویرې له امله فلج شي، موږ به سقوط وکړو.