بقايي: امریکا نړیوال بنسټونه په نښه کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157126-بقايي_امریکا_نړیوال_بنسټونه_په_نښه_کړي_دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې نړیوالو ادارو ته د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو غځول خطرناک وبلل.
(last modified 2025-02-08T05:46:46+00:00 )
Feb 08, 2025 10:13 Asia/Kabul
  • بقايي: امریکا نړیوال بنسټونه په نښه کړي دي

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې نړیوالو ادارو ته د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو غځول خطرناک وبلل.

د ایران د وزارت ویاند اسماعیل بقایي نړیوالو اداروته  د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو  غځولود پایلو په اړه  په خبرداری  سره  جوته کړه "د کورنیو قوانینو د بهرني تطبیق لپاره د امریکا روږديتوب اوس نړیوال بنسټونه په نښه کړي دي .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه د اسراییلي رژیم په ملاتړ کې د نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې د بندیزونو لګولو اجرای فرمان صادر کړ، پداسې حال کې چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم په واشنګټن کې و.