بقايي: امریکا نړیوال بنسټونه په نښه کړي دي
Feb 08, 2025 10:13 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند په ایکس ټولنیزې شبکې کې په یوه پیغام کې نړیوالو ادارو ته د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو غځول خطرناک وبلل.
د ایران د وزارت ویاند اسماعیل بقایي نړیوالو اداروته د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو غځولود پایلو په اړه په خبرداری سره جوته کړه "د کورنیو قوانینو د بهرني تطبیق لپاره د امریکا روږديتوب اوس نړیوال بنسټونه په نښه کړي دي .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه د اسراییلي رژیم په ملاتړ کې د نړیوالې جنایي محکمې پر وړاندې د بندیزونو لګولو اجرای فرمان صادر کړ، پداسې حال کې چې لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو هم په واشنګټن کې و.
ټیګونه