د ایران سواحل له نړیوال اقتصاد سره د ګنډل کیدا دروازې دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157356-د_ایران_سواحل_له_نړیوال_اقتصاد_سره_د_ګنډل_کیدا_دروازې_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران سواحل له نړیوال اقتصاد سره د اتصال دروازې وبللې.
(last modified 2025-02-16T10:02:37+00:00 )
Feb 16, 2025 14:29 Asia/Kabul
  • د ایران سواحل له نړیوال اقتصاد سره د ګنډل کیدا دروازې دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د ایران سواحل له نړیوال اقتصاد سره د اتصال دروازې وبللې.

هغه نن د هند اوقیانوسیې د څنډې د هیوادونو په اتمې غونډې کښې چې د عمان په پلازمینې مسقط کښې د ترسره کیدا په حال کښې ده وویل: سمندرونه د تاریخ په اوږدو کښې تل له دې زیات چې جغرافیايي سرحدونه ووسي د تمدنونو د اتصال دروازې دي.

عباس عراقچي په دې خبرې سره چې د هند اوقیانوسیه له تیرو زرګونو کلونو راهسې تراوسه نه یوازې یوه اوبلاره بلکې د تجارت ، د کلتور د تبادلې او د تمدن د پراختیا لپاره یوه لویه لاره وه او ده وویل سمندرونو د هندوستان له سواحلو تر افریقا، د انډونیزیا له جزیرو تر فارس خلیج او له ایران څخه تر سره سمندر پورې سوداګران سره ګنډلي دي.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د مکران سواحل چې پیړۍ پیړۍ د هغوې له طبیعي او اقتصادي ظرفیتونو غفلت شوی دی نن د ملي پراختیا په یوه لومړیتوب بدل شوي دي وویل د سمندر محوره اقتصاد پراختیا یوازې د ایران لپاره یو انتخاب نه دی بلکې یو ضرورت دی.