اروپايي هیوادونه به د اوکراین په اړه خبرو کښې ګډون وکړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایټالیا خارجه وزیر «انټونیو ټایاني» وویل امریکا ویلي دي چې اروپايي اتحادیه به په اوکراین کښې د جنګ ختمولو ته په اړونده خبرو کښې ګډون وکړي.
ټایاني بیګا شپه وویل چې د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو په عربستان کښې د روسیې له پلاوي سره له کتنې وروسته د فرانسې ، د انګلستان، د ایټالیا او د جرمني له خارجه وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسوولې میرمن «کایا کالاس» سره خبرې وکړې.
هغه وویل د امریکا د خارجه وزیر مارکو روبیو خبرې ډیرې روښانه وې او اروپا به د ډیر ښکاره دلیل په وجه په خبرو کښې ګډون وکړي: مونږ د روسیې پرضد بایکاټونه لګولي دي.دغه بایکاټونه اوس هم شته او که چیرې د بایکاټونو موضوع په میز نه وي او د هغو فیصله کونکي او مجریان د خبرو په میز نه وي نو اصلي خبرې به وجود ونلري.
له دې مخکې د روسیې او د اوکراین په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي کیټ کلاګ په شمول د واشنګټن چاروکو ویلي وو چې اروپايي هیوادونه به د اوکراین د سولې د خبرو اترو برخه نه وي خو د دوې ګټو ته به فکر وکړو.
دغه موضوع د اوکراین د جنګ د ختمولو په هکله د امریکا او د روسیې له خبرو اترو د اروپايي اتحادیې او د اوکراین د حذفولو په هکله د اندیښنو د رامینځته کیدا سبب شوي وه.
په همدې لړ کښې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په تیرې سه شنبې ورځ په عربستان کښې د امریکا او د روسیې د چارواکو په خبرو نیوکه وکړه او ویې ویل اوکراین او اروپا چې اروپايي اتحادیه ، ترکیه او انګلستان پکښې شامل دي باید له امریکا سره د دنیا د د غه برخې د برخلیک په هکله د امنیتي ضمانتونو د رامینځته کولو او په خبرو کښې ګډون ولري.
په هغو خبرو کښې چې پرون په عربستان کښې د اوکراین په هکله وشوې د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف ، د ولسمشر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف او د امریکا خارجه وزیر مارکو روبیو ، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي اسټیو ویټکاف ګډون وکړ.