ټول هیوادونه د اوکراین د کړکیچ په خبرو کښې ګډون کولای شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د اروپایانو په شمول ټول هیوادونه د اوکراین په هکله خبرو کښې ګډون کولای شي او هغه په عین حال کښې د روسیې د نایابو معدني سرچینو د استحراج لپاره له امریکا سره موافقې کولو ته چمتووالی وښود.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین نن سهار په ټیلي ويژني وینا کښې وویل نه یوازې اروپايان بلکې نور هیوادونه هم حق لري او کولای شي د اوکراین د کړکیچ د حل په هکله خبرو کښې ګډون وکړي.
پوتین چې د روسیې له خبریال پاول زورابین سره یې مرکه کوله وویل د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د خپل هیواد د ټولنې او د وسله والو ځواکونو له نظره په یوې زهرجنې څیرې بدل شوی او هغه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالیتوب هیڅ چانس نلري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د جنګ په هکله د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ کړچار منطقي او دغه راز د اوکراین په ګټه وباله.
هغه وویل له امریکا سره تعامل به د دوه اړخیزه اړیکو په رامینځته کولو متمرکز وي او د دواړو هیوادونو د پوځي لګښتونو کمیدل یوه ښه ایډیا ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دغه راز له امریکا سره د روسیې د وسپنو د نایابو معدنونو د اکتشاف او له هغو د ګټه د پورته کولو او د امریکا داخلي بازار ته د روسیې د الومینیمو د وړاندې کولو وړاندیز هم وکړ.
پوتین د نایابو وسپنو په هکله له خپلو وزیرانو او اقتصادي سلاکارانو سره له غونډې وروسته وویل مونږ د اوکراین په پرتله ډیرې زیاتې معدني سرچینې لرو.
د روسیې ولسمشر پوتین ټینګار وکړ د نایابو وسپنو په هکله د اوکراین او د امریکا موافقه د روسیې د اندیښنې وړ نه ده خو په عین حال کښې روسیه حاضره ده چې هر کال د امریکا بازارونو ته دوه میلیونه ټنه الومینیم صادر کړي.