د اوکراین جنګ په څو اونیو کښې ختمیدلای شي
(last modified Tue, 25 Feb 2025 00:51:21 GMT )
Feb 25, 2025 05:21 Asia/Kabul
  • د اوکراین جنګ په څو اونیو کښې ختمیدلای شي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل د اوکراین جنګ په څو اونیو کښې ختمیدلای شي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به اوکراین کښې د امن ځواکونو د دیره کولو خبره ومني.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په سپینه ماڼۍ کښې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره له کتنې وروسته وویل چې د اوکراین د جنګ د ختمولو په هکله خبرې اترې په ښه ډول  مخ ته روانې دي.

هغه وویل په اوکراین کښې د امنیت د ټینګولو لپاره د اروپايي هیوادونو د پوځیانو استول کوم مشکل نلري او د روسیې ولسمشر پوتین به هم د اروپايي هیوادونو د پوځیانو دیره کول ومني.

د امریکا ولسمشر ټرامپ وویل چې زه په روانه اونۍ یا راتلونکي اونۍ کښې د اوکراین له ولسمشر زلنسکي سره کتنه کوم او د روسیې له ولسمشر پوتین سره به هم کتنه وکړم او زه په مناسب وخت کښې ماسکو ته تلو ته تیار یم.

دغه راز د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم وویل چې اوکراین ته د امنیتي ضمانت ورکولو ته تیار یوو او په امن ماموریت کښې د اروپا پوځیان شاملولای شو.

هغه وویل د اروپا پوځیان به په لومړیو کرښو کښې نه وي بلکې په اوکراین کښې د اروپايي هیوادونو پوځیان به د ضمانت په خاطر هلته موجود وي او زمونږ مقصد په اوکراین کښې د پایداره امنیت ټینګول دي.