اروپا د ایران په هکله نوي نوښتونه او وړاندیزونه لري
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157666
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس »
(last modified 2025-02-25T02:38:20+00:00 )
Feb 25, 2025 05:42 Asia/Kabul
  • اروپا د ایران په هکله نوي نوښتونه او وړاندیزونه لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې «کایا کالاس »

په دې خبرې سره چې د ایران په هکله د دغه اتحادیې په سیاستونو باندې غور کول د خارجه چارو د وزیرانو د شورا په غونډه کښې د ځینو مهمو وزیرانو د نشتون په خاطر مارچ میاشتې  غونډې ته ځنډول شوي دي ټینګار وکړ اروپايي اتحادیه له ایران سره د تعامل د لارې د ټاکلو لپاره د نویو نوښتونو او د ملموسو وړاندیزونو هڅه کوي.

کایا کالاس د اروپايي اتحادیې د خارجه وزیرانو د شورا له غونډې وروسته په بروکسل کښې خبریالانو ته وویل ټاکل شوي وه ن په ځانګړي غونډه او د خارجه وزیرانو په شتون سره د ایران په هکله د اروپايي اتحادیې د سیاستونو په هکله غور وکړو خو د ځینو مهمو وزیرانو نشتون ته په پام سره مو فیصله وکړه چې دغه بحث راتلونکي غونډې ته چې په مارچ میاشت کښې کیږي وځنډوو.

له دې مخکې اروپايي اتحادیې ویلي وو ټاکل شوي ده چې د ایران موضوع د دغه اتحادیې د خارجه وزیرانو د شورا د میاشتنۍ کاري غونډې کښې کښې وڅیړل شي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند اسماعیل بقايي هم مخکې ویلي وو چې اروپايي اتحادیه باید دغه خبره یاد وساتي دوې  د هغه اټومي  موافقې د ساتلو لپاره چې په خپله یې دوې بنسټګران وو ضروري اراده او خپلواکۍ ونه ښودله او له اټومي تړون د امریکا په وتلو سره اروپايانو عملا په خپلو ژمنو عمل ونکړ.