امریکا د اوکراین په موضوع کښې له اروپا څنګ ته شوي ده
(last modified Wed, 26 Feb 2025 07:05:17 GMT )
Feb 26, 2025 11:35 Asia/Kabul
  • امریکا د اوکراین په موضوع کښې له اروپا څنګ ته شوي ده

زمونږ خبریال راپور راکړی سي این این ټیلي ويژن وویل: امریکا د اوکراین په موضوع کښې له لویدیځ څخه څنګ ته شوي ده او دا هماغه شی دی چې ډونالډ ټرامپ له مخکې څخه د امریکا نړیوال رول بدل کړی دی.

سي این این ټیلي ويژن ویل امریکا وښودله چې په تیرې دوشنبې ورځ په اوکراین باندې د وحشیانه یرغل د دریمې کلیزې په مناسبت د روسیې د تیري له غندلو بیزاره ده او واشنګټن په ملګروملتونو کښې نوي دوستان انتخاب کړل چې پکښې خپلو زړو دښمانانو یعني روسیې او شمالي کوریا ته اشاره کولای شو.

سي این این وايي د ملګروملتونو په مرکز کښې بې مخینې صحنه د سپیڼې ماڼۍ له صحنو څخه بهتره وه چیرې چې د امریکا ولسمشر ټرامپ او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون یوبل ته لاسونه ورکړل او متقابله چاپلوسۍ یې وکړه او دا ډول یې له اټلاټینک ورهاخوا نوی اختلاف نندرې ته وړاندې کړ.

سي این این ټیلي ويژن زیاته کړه امریکا اوس له هر شي زیات له خپل دوست ولادیمیر پوتین سره د یوې مخامخ غونډې د ترسره کولو ته  لیواله دی او هغه د  کړکیچ د ډيپلوماسۍ چې کلونو کلونه بنده شوي وه یو سیلاب رامینځته کړی چې هدف یې په اوکراین کښې د جنګ ختمول دي.