د روسیې پلاوی له امریکا سره د خبرو لپاره ترکیې ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157750-د_روسیې_پلاوی_له_امریکا_سره_د_خبرو_لپاره_ترکیې_ته_رسیدلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس نن د یوه عیني کتونکي په قول وویل
(last modified 2025-02-27T08:20:36+00:00 )
Feb 27, 2025 12:32 Asia/Kabul
  • د روسیې پلاوی له امریکا سره د خبرو لپاره ترکیې ته رسیدلی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی رویټرز خبري اژانس نن د یوه عیني کتونکي په قول وویل

چې د روسیې یو پلاوی د امریکا او د روسیې د سفارتونو د فعالیت په هکله په دوه اړخیزه مسائیلو باندې د غور په هدف سره د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د ترکیې په استانبول کښې د امریکا د سرکنسول هستوګن ځای ته رسیدلی دی.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف پرون ویلي وو چې د امریکا او د روسیې استازي به نن په ترکیې کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د فعالیتونو د بهیر د عادي کولو په هکله خبرې وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د امریکا ولسمشر ټرامپ هم څو ورځې مخکې په ټیلي فون خبرې و کړې او د مخامخ کتنې په هکله یې موافقه وکړه.