اروپا هیوادونه باید په سمدستي ډول په نویو وسلو سمبال شي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i157858
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د کمیسیون مشرې اورسلا فون ډر لاین وویل چې اروپا باید سمدستي په نویو وسلو سمبال شي او امریکا ته وښيي چې د ډیموکراسۍ د دفاع لپاره چمتو ده.
(last modified 2025-03-03T02:45:32+00:00 )
Mar 03, 2025 06:26 Asia/Kabul
  • اروپا هیوادونه  باید په سمدستي ډول په نویو  وسلو سمبال شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اروپا د کمیسیون مشرې اورسلا فون ډر لاین وویل چې اروپا باید سمدستي په نویو وسلو سمبال شي او امریکا ته وښيي چې د ډیموکراسۍ د دفاع لپاره چمتو ده.

هغې د اروپايي هیوادونو د پوځي لګښتونو په زیاتولو باندې د ټینګار په ترڅ کښې وویل چې په راتلونکي پنجشبې ورځ غونډې کښې به د اروپايي اتحادیې چارواکي په دې هکله جامع پلان وړاندې کړي.

فون ډر لاین چې په لندن کښې د اروپايي هیوادونو د مشرانو له غونډې وروسته یې له خبریالانو سره مرکه کوله وویل حاضردمه د دفاعي پانګونې زیاتول ډیر اهمیت لري.

د انګلستان لومړي وزیر کیر اسټارمر هم د لندن د غونډې د پرانیستلو پر مهال وویل اروپا د خپل امنیت لپاره په ډیرې حساسې او تاریخي شیبې کښې ده.

هغه ټینګار وکړ  چې له اوکراین څخه ملاتړ نه یوازې یوه اخلاقي مسله بلکې د ټولو اروپايي هیوادونو د امیت لپاره حیاتي چاره ده.

د بریتانیا لومړي وزیر وویل مونږ له بالټیک هیوادونو سره خبرې کوو او نیت لرو د اوکراین لپاره یو ملاتړی پلان جوړ کړو او هغه له امریکا سره شریک کړو.