د لوېدیځې غاړې پېښې اندېښمنوونکي دي
(last modified Thu, 13 Mar 2025 08:48:05 GMT )
Mar 13, 2025 13:18 Asia/Kabul
  • د لوېدیځې غاړې پېښې اندېښمنوونکي دي

پارس ټوډې – په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ټام فلچر په یوه بیانیه کې د لوېدیځې غاړې په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال په دې بیانیه کې وویل: زه د لوېدیځې غاړې د اوسنيو پېښو په اړه ډېر اندېښمن یم. په لوېدیځې غاړې کې د شرایطو بدلون او میداني واقعیتونه په چټکۍ سره د رامنځته کېدو په حال کې دي.

فلچر وویل: غزې ته د سون توکو د ننوتلو د مخنیوي پایله د دې سیمې په روغتونونو کې د انکوباټورونو (د ژوندیو نمونو د کرلو او ودې لپاره یو ډول ازمایښتي وسیلې) له کاره لوېدل دي.

د دې راپور له مخې، د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم د ځپوونکي تګلارې په دوام کې، د دې رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو غزې ته په بشپړه توګه  د بشري مرستو بندلو او دې سیمې ته د ټولو لارو د تړلو امر صادر کړ؛ دا اقدام، د غزې د محاصرې د ګړندیوالي په موخه ترسره شوی دی، چې د دې سیمې د انساني بحران د لا خرابۍ لامل ګرځېدلی دی.

د سرحدي لارو تړل، په ځانګړې توګه د کرم ابو سالم او رفح لاره چې غزې ته د خوړو، درملو او سون توکو د ننوتلو اصلي لارې وې، په دې سیمې کې د لومړنیو اړتیاوو د کمښت لامل شوي دي. د بشري حقونو سازمانونو او مرستندویه مؤسسو څو ځله خبرداری ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم دا اقدام د غزې اوسېدونکي د قحطي له خطر سره مخ کړي دي او د اساسي اړتیاوو پوره کولو لپاره د دوی امکان یې له منځه وړی دي.