د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر ووژل شو
پارس ټوډې - د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوډاني وايي چې په ابو خدیجه مشهور د عراق او سوریې لپاره د داعش ډلې مشر عبدالله مکي مصلحالرفیعي د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو لهخوا وژل شوی دی.
نوموړي پرون د داعش ډلې دا مشر د عراق او نړۍ لپاره یو خطرناک ترهګر یاد کړ.
داعش کلونه-کلونه په سوریه او عراق کې پر میلیونونو خلکو سختدریځه اسلامي واکمني تحمیل کړه او هڅه یې کوله چې په ټول منځني ختیځ، لوېدیځ او اسیا کې د خپل نفوذ لمنه پراخه کړي.
د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې یو پرڅلورمې برخې د خپل خلافت اعلان کړی وو.
السوډاني ویلي، د داعش دغه مشر چې په سیمه او نړۍ کې یو له خطرناکو ترهګرو څخه ګڼل کېده، د عراق او سوریې د والي نایب الخلیفه او د داعش ترهګرې ډلې د بهرنیو عملیاتو د دفترونو د مشر په توګه په مهمو پوستونو کې دنده ترسره کوله.