د لبنان د خاورې یوه ټوټه هم نه پرېږدو
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158162-د_لبنان_د_خاورې_یوه_ټوټه_هم_نه_پرېږدو
پارس ټوډې - د لبنان د پارلمان مشر وویل: هر څومره چې فشارونه وي، د دې هېواد د خاورې یوه ټوټه به هم پرې نه ږدو.
(last modified 2025-03-15T02:39:33+00:00 )
Mar 15, 2025 07:07 Asia/Kabul
  • د لبنان د خاورې یوه ټوټه هم نه پرېږدو

پارس ټوډې - د لبنان د پارلمان مشر وویل: هر څومره چې فشارونه وي، د دې هېواد د خاورې یوه ټوټه به هم پرې نه ږدو.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، د لبنان د پارلمان مشر نبیه بري ټینګار وکړ: د خپلو حقونو د ساتنې او د اسرائیلو تر نیواک لاندې د ځمکو د آزادولو لپاره به له ټولو موجودو لارو چارو کار واخلو.

بري ټینګار وکړ: د لبنان ساتنه د هېواد د سویل د ساتنې په پام کې نیولو پورې اړه لري، او د دې ساتنه یوه پراخ ملي مسؤلیت دی او دا موضوع باید د اتفاق او وحدت عامل وي، نه د اختلاف.

په دې اړه مخکې، د صهیونیسټي رژیم د جنګ وزیر "یسرائیل کاتس" اعلان وکړ: تر یو نامعلوم وخت پورې به په لبنان کې په پنځو نقطو کې پاتې شو.

د اسرائیل هیوم ورځپاڼې د راپور له مخې، کاتس په خپلو څرګندونو کې ادعا وکړه: د اسرائیل جدي پالیسي به د لبنان د حزب‌الله د نقضونو پر وړاندې دوام ومومي او د اسرائیل ماموریت د هر ډول ګواښ پر وړاندې د شمال د اوسېدونکو ملاتړ دی.