ایرانۍ میرمنې یو ډیر عادلانه راتلونکی جوړولو ته هوډمنې دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158180-ایرانۍ_میرمنې_یو_ډیر_عادلانه_راتلونکی_جوړولو_ته_هوډمنې_دي
په ملګرو ملتونو کې د ایران د دفتر مرستیالې او سفیر ې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په غونډه کې وویل: "په داسې حال کې چې ځینې بهرني هیوادونه هڅه کوي د فشار له لارې د ایراني میرمنو حقوق کمزوري کړي، دوی د ځان او خپلو ټولنو لپاره د یو عادلانه راتلونکي جوړولو لپاره هوډمنې دي.
(last modified 2025-03-15T05:59:26+00:00 )
Mar 15, 2025 10:28 Asia/Kabul
  • ایرانۍ میرمنې  یو ډیر عادلانه راتلونکی جوړولو ته هوډمنې دي

په ملګرو ملتونو کې د ایران د دفتر مرستیالې او سفیر ې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په غونډه کې وویل: "په داسې حال کې چې ځینې بهرني هیوادونه هڅه کوي د فشار له لارې د ایراني میرمنو حقوق کمزوري کړي، دوی د ځان او خپلو ټولنو لپاره د یو عادلانه راتلونکي جوړولو لپاره هوډمنې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیرې  میرمن زهرا ارشادي په نیویارک کې د ښځو د وضعیت په اړه د کمیسیون په ۶۹مه غونډه کې وویل: "د یو اړخیزو بندیزونو منفي اغیزو او د زیات نه زیات  فشار له  ناکامې پالیسۍ سره سره، ایرانۍ ښځې د پرمختګ په لاره روانې  دي او خپله ټولنه او کورنۍ پیاوړې کوي.

د پارس ټوډې د راپور له مخې میرمن زهرا  ارشادي  وویل: "د ایراني میرمنو استقامت، هوډ او قوي اراده د دوی د ژوند په ټولو برخو کې د پرمختګ کلیدي عامل دی." که څه هم ځینې بهرني هیوادونه هڅه کوي چې د فشار له لارې د دوی حقوق زیانمن کړي، ایرانۍ ښځې به د ځان او خپلو ټولنو لپاره د یو عادلانه راتلونکي جوړولو لپاره هوډمنې  پاتې شي.

ارشادي زیاته کړه: "په غزه کې د صهیونیسټ رژیم وحشیانه اقدامات د نسل وژنې، جنګي جنایتونو او د انسانیت پر وړاندې د جنایتونو له بې رحمه کمپاین پرته بل څه نه دي. د بې ګناه ښځو او ماشومانو پراخه وژنه، د مهمو زیربناوو قصدي ویجاړول، او د فلسطینیانو ظالمانه بې ځایه کول د فلسطیني میرمنو او نجونو د خپلو اساسي بشري حقوقو د ګټه  اخیستلو مخه نیولې او د دوی د پیاوړتیا هر ډول امکان یې له منځه وړی دی.