ملګرو ملتونو د غزې د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158322-ملګرو_ملتونو_د_غزې_د_ناوړه_وضعیت_په_اړه_خبرداری_ورکړ
پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو اړوند د فلسطیني کډوالو د کار او مرستې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې په غزې کې وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی.
(last modified 2025-03-22T02:09:45+00:00 )
Mar 22, 2025 06:38 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتونو د غزې د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړ

پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو اړوند د فلسطیني کډوالو د کار او مرستې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې په غزې کې وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی.

د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې راپور کې راغلي دي: د بشري مرستو د وېش بهیر کم شوی او د ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه بند شوي دي.

آنروا همدارنګه ټینګار کړی چې په غزې کې د خوړو او طبي تجهیزاتو په څېر اساسي مرستې د پایته رسېدو په حال کې دي او دې مرستو ته سخته اړتیا لرو.

دې نړیوالې ادارې زیاته کړه چې بایدپه غزه کې بیاځلې اوربند پلی شي.

د یادونې وړه ده چې د  غزې پر وړاندې د صهیونيسټي رژیم د بریدونو په نوې څپه کې تر اوسه په غزه کې سلګونه کسان شهیدان، ټپیان او تری تم شوي دي.