ملګرو ملتونو د غزې د ناوړه وضعیت په اړه خبرداری ورکړ
Mar 22, 2025 06:38 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو اړوند د فلسطیني کډوالو د کار او مرستې ادارې (آنروا) اعلان وکړ چې په غزې کې وضعیت ډېر اندېښمنوونکی دی.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، په دې راپور کې راغلي دي: د بشري مرستو د وېش بهیر کم شوی او د ښوونیزو مرکزونو فعالیتونه بند شوي دي.
آنروا همدارنګه ټینګار کړی چې په غزې کې د خوړو او طبي تجهیزاتو په څېر اساسي مرستې د پایته رسېدو په حال کې دي او دې مرستو ته سخته اړتیا لرو.
دې نړیوالې ادارې زیاته کړه چې بایدپه غزه کې بیاځلې اوربند پلی شي.
د یادونې وړه ده چې د غزې پر وړاندې د صهیونيسټي رژیم د بریدونو په نوې څپه کې تر اوسه په غزه کې سلګونه کسان شهیدان، ټپیان او تری تم شوي دي.
ټیګونه