عراقچي له خپلو عربستاني او مصري همڅنګوسره سلاو مشورې وکړې
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر د ټیلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د سیمې د وروستیو بدلونونو، په ځانګړې توګه د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.
د غزې د روغتیا وزارت د راپور له مخې، د اسراییلي رژیم له خوا د اوربند له سرغړونې وروسته د ۲۰۲۵ کال د مارچ له ۱۸مې راهیسې د شهیدانو شمېر ۶۳۴ او د ټپیانو شمیر ۱۱۷۲ ته رسیدلی دی.
پارس ټوډې د ایرنا په حواله لیکلي، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر فیصل بن فرحان سره په خبرو کې په غزه کې د بې دفاع فلسطیني خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه وغندل او د دې جنایتونو د مخنیوي لپاره یې د اسلامي هیوادونو له خوا د بیړني او ډله ییز اقدام پر اړتیا ټینګار وکړ.
عراقچي همدارنګه د یمن پر وړاندې د امریکا او برتانوي پوځي یرغل، د بې ګناه ښځو او ماشومانو وژنه او د هیواد د زیربناوو ویجاړول وغندل او اسلامي نړۍ ته یې د یمن د مسلمانو خلکو د ملاتړ لپاره د خپل ګډ مسؤلیت یادونه وکړه.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان هم د اسراییلو د تیري په کلکه غندلو کې د خپل هیواد دریځ تشریح کړ او د کړکیچ د زیاتیدو د مخنیوي لپاره یې د سیمې د هیوادونو ترمنځ د نږدې همغږۍ او تعامل پر اړتیا ټینګار وکړ.
عراقچي د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سره هم په خبرو کې وویل د یمن پر ضد د جګړې انتخاب له ناکامۍ سره مخ دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر او د مصر د بهرنیو چارو وزیر پرون ماسپښین د سیمه ییزو بدلونو نو په اړه دبحث او د نظرونو تبادلې لپاره ټیلیفوني خبرې وکړې.
سید عباس عراقچي له بدر عبدالعاطي سره په خبرو کې په غزې تړانګه د صهیونیسټ رژیم د بریدونو بیا پیل، د ملکي وګړو وژنه او د اوربند د تړون څرګنده سرغړونه کې غزې ته د نړیوالو بشري مرستو د ننوتلو مخنیوی وغنده او په سیمه کې یې د صهیونیسټ رژیم د اور لګونو د بندولو لپاره د نړیوالې ټولنې لخوا د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په یمن باندې د امریکا او برتانیې بریدونه وغندل او د بهرني تیري په وړاندې د یمني خلکو د دفاع د تاریخ په یادولو سره یې ټینګار وکړ چې د یمن په وړاندې د جګړې انتخاب یقینا له ناکامۍ سره مخ دی.
عبدالعاطي هم په غزه، یمن او لبنان کې د سیمې د وضعیت خرابیدل د اندیښنې وړ وبلل او په ټوله سیمه کې د وضعیت د نور خرابیدو د مخنیوي لپاره یې د مشورو او ډیپلوماتیکو هڅو پر اهمیت ټینګار وکړ.
دواړو خواوو په سیمه کې د بدلونونو په اړه د دوامداره اړیکو او مشورو ټینګار وکړ.