اروپايي هیوادونه د اوکراین جنګ د زیاتولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158356-اروپايي_هیوادونه_د_اوکراین_جنګ_د_زیاتولو_هڅه_کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند وویل چې اروپايي هیوادونه د اوکراین د شخړې د جرړه ئیز حل پرځاې کي یف ته د پوځي مرستو په زیاتولو سره د دغه جنګ د زیاتولو کوشش کوي.
(last modified 2025-03-24T00:12:19+00:00 )
Mar 24, 2025 04:32 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه د اوکراین جنګ د زیاتولو هڅه کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کریملین ماڼۍ ویاند وویل چې اروپايي هیوادونه د اوکراین د شخړې د جرړه ئیز حل پرځاې کي یف ته د پوځي مرستو په زیاتولو سره د دغه جنګ د زیاتولو کوشش کوي.

د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف پرون وویل اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ د جرړه ئیز حل پرځاې کي یف ته د پوځي مرستو په زیاتولو او دغه هیواد ته د ځواکونو په استولو باندې غور کولو سره یوازې د اوکراین د جنګ د  زیاتولو کوشش کوي.

پسکوف زیاته کړه اروپايي هیوادونه باید په صادقانه ډول له سولې سره دلچسپۍ ولري خو دغه هیوادونه همدا اوس د جنګ او د پوځي توب  خبرې کوي.

د کریملین ماڼۍ ویاندې دیمیتري پسکوف وویل اروپايي هیوادونه د اته سوه میلیارډه ډالرو د تامینولو هڅه کوي د روغتیايي خدماتو او د بیخ بنایانو د پراختیا لپاره نه بلکې د پوځي توب لپاره.

هغه د فرانسې تر اټومي چتر لاندې د اروپا د راوستلو لپاره د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون وړاندیز ډیر خطرناک وباله.

د روسیې چارواکي پسکوف سپيڼې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرامپ بیرته ستنیدا ته په اشارې سره وویل اروپايي هیوادونه په ډیر سخت حالت کښې ورغلي دي ځکه چې ښار ته د پولیسو نوی قومندان راغلی دی.

هغه وویل د پولیسو دغه نوی قومندان ټرامپ اروپايي هیوادونو ته وايي زه ټول کارونه ترسره کوم او تاسو یې باید لګښت ورکړئ.