له امریکا سره له خبرواترو څه نه ترلاسه کېږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي چې له امریکا سره له مذاکراتو څه نه ترلاسه کېږي او په خبره یې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له تمو سره کار نه لري.
عراقچي پرون ویلي چې ایران له خپلو ګټو سره کار لري او هغه څه چې په ګټه یې وي، وبه یې کړي.
نوموړي زیاته کړې: «دا چې وایو له امریکا سره مذاکرات نه کوو، د تاریخ، تجربې او سابقې لامله دي، د سرزورۍ لامله نه دي. زه د کارپوه، مذاکره کوونکي او ډيپلومات په توګه وایم چې له امریکا سره په دې شرایطو مذاکرات ناشونې دي، خو دا چې ځينې بدلولونه رامنځته شي.»
د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي د ټرمپ له خوا د ایران د اسلامي نقلاب ستر لارښود حضرت ایتالله العیظمی سید علي خامنهيي ته د استول شوي لیک په اړه ویلي چې د لیک استول د ډیپلوماسۍ یوه برخه ده او په وینا يې، کېدای شي د فشار او ګواښ برخه هم وي.
عراقچي زیاته کړې: «موږ تل له جګړې ډډه کړې. موږ د جګړې لپاره تیاری لرو او وېره هم ترې نه لرو، خو د جګړې غوښتونکي نه یوو او دا څرګنده ده.
په وروستیو کلونو کې د ایران پالیسۍ وښوده چې د جګړې په لټه نه یوو. وېره هم ترې نه لرو او هر ډول شرایطو ته تیارې لرو.»
تېره اوونۍ د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي هم ویلي و چې امریکایان دې پوه شي چې هېڅکله هم ایران ته په ګواښ کولو څه ترلاسه کولای نه شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې څه موده وړاندې رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکايي او اسرائیلي چارواکي غواړي د راتلونکې اوونۍ په پیل کې په سپينې ماڼۍ کې د ایران پر اټومي پروګرام وغږېږي.