حماس په غزه کې د اوربند له نوي وړاندیز سره موافقه وکړه
پارس ټوډې – په غزه کې د حماس لوړ پوړي غړي اعلان وکړ چې دغه غورځنګ په غزه کې د اوربند له نوي وړاندیز سره موافقه کړې ده.
د پارس ټوډې د خبر له مخې؛ په غزه کې د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) لوړرتبه غړي خلیل الحیه تېره ورځ اعلان وکړ چې دغه غورځنګ دوه ورځې مخکې د مصر د منځګړیتوب نوی وړاندیز ترلاسه او موافقه یې ورسره وکړه.
الحیه هیله څرګنده کړې چې صهیونیسټي رژیم به هم په دې اړه موافقه وکړي او په دې لاره کې به خنډونه رامنځته نه کړي.
تر دې مخکې ځینو رسنیو خبر ورکړی وو، چې حماس په غزه کې د څو فلسطیني بندیانو د خوشې کولو او د ۵۰ ورځني اوربند په بدل کې د پنځو اسرائیلي بندیانو د خوشې کولو وړاندیز منلی دی.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر هم ویلي چې تل ابیب د منځګړیتوب وړاندیز ته متقابل ځواب ورکړی دی.