امریکا او صهیونیسټ رژيم ته د ایران د اسلامي جمهوریت جدي خبرداری:-
https://parstoday.ir/ps/news/event-i158626-امریکا_او_صهیونیسټ_رژيم_ته_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_جدي_خبرداری
د صهیونیسټ رژیم په څنګ کښې د امریکا د رواني جنګ په زیاتیدا او په اټومي موضوع کښې د موافقې د نه کولو په بڼه کښې په ایران باندې د حملې په هکله د ولسمشر ټرامپ
(last modified 2025-04-01T09:26:07+00:00 )
Apr 01, 2025 08:13 Asia/Kabul
  • امریکا او صهیونیسټ رژيم ته د ایران د اسلامي جمهوریت جدي خبرداری:-

د صهیونیسټ رژیم په څنګ کښې د امریکا د رواني جنګ په زیاتیدا او په اټومي موضوع کښې د موافقې د نه کولو په بڼه کښې په ایران باندې د حملې په هکله د ولسمشر ټرامپ

او د هغه د حکومت د لوړرتبه امنیتي چارواکو په زیاتیدونکو ګواښونو سره تهران د ایران پرضد د هر ډول ماجرا غوښتنې(بلا غوښتنې) د جدي پایلو په هکله امریکا او اسرائیلو ته جدي خبرداری ورکړی دی.

په دې لړ کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار او د نظام د مصلحت د پيژندنې د ټولنې مشر«علي لاریجاني» په تیرې دوشنبې ورځ په ټيلي ويژنې مرکه کښې وویل که چیرې امریکا یا اسرائیل په اټومي پلمه په ایران بمبارۍ وکړي ایران به مجبوره شي چې د اټوم بم د جوړولو په لور لاړ شي. د ایران خلک به دباو راولي چې اټوم بم جوړ کړو.

علي لاریجاني وویل:له ایران سره پوځي کار لرل له پایلو پرته نه دي او د امریکا د ولسمشر ټرامپ په لیک کښې هماغه خبرې دي چې بیا بیا یې کوي. د امریکا خبرې دقیقې نه دي ځکه چې د هغوې لپاره تاواني دي او مشکلات رامینځته کوي.

د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي لاریجاني زیاته کړه:غیر مستقیمې خبرې د مقابلو امتیازونو او د مقابل لوري په غوښتنو د پوهیدا لپاره دي.

هغه وویل اکثره سیاستوالان د امریکا د ولسمشر ټرامپ خبرې لافي ګڼي او په دنیا کښې د ټرامپ کړچار یوه مسله جوړه شوي ده. ټرامپ د روسیې او د کاناډا په هکله خبرې کوي خو هیڅ پیښه رامینځته نشوه، پوځي ځواکونه کم احتمال هم محاسبه کوي او چمتو دي.

د امریکا ولسمشر ټرامپ چې د خپلې ولسمشرۍ په دوهم پړاو کښې له ایران سره موافقې ته د رسیدا لپاره د هیله من کیدا ادعا کړي ده د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلورمه نیټه د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د زیات دباو د سیاست د دوام لپاره د یوه یادښت په لاسلیک کولو سره ادعا وکړه چې د ایران له ولسمشر سره خبرو اترو ته تیار دی.

په ورپسې پړاو کښې د امریکا ولسمشر ټرامپ د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ته یو لیک هم راوستوه.

اکسیوس اینټرنیټ سایټ راپور ورکړی د امریکا ولسمشر ټرامپ د ایران د اسلامي انقلاب مشر ته په خپل لیک کښې د نوي اټومي موافقې لپاره دوه میاشتې وخت ټاکلی دی.

په زړه پورې خبره دا چې د امریکا د خزانې وزارت ایران ته د ولسمشر ټرامپ د لیک له رسیدا یوه ورځ وروسته د ایران د تیلو وزیر محسن پاکنژاد د بایکاټونو په فهرست کښې شامل کړ.

په بل عبارت په هغه وخت کښې چې د امریکا ولسمشر ټرامپ حضرت ایت الله خامنه اي ته لیک راوستوه او د اټومي مسلې په هکله یې د خبرو اترو وړاندیز کړی و بیا هم د ایران پرضد د بایکاټونو له زیاتولو لاس وانیخست.

بله مسله دا چې ایران له اټومي تړون څخه د امریکا په یواړخیزه ډول وتلو او د زیات دباو د سیاست په چوکاټ کښې د ایران پرضد د ترټولو زیاتو او سختو بایکاټونو په لګولو سره د ټرامپ د ولسمشرۍ په لومړي پړاو کښې د امریکا د ژمنې د خلاف ورزۍ کولو ترخه تجربه لري او طبیعي خبره ده چې د ډونالډ ټرامپ د ولسمشرۍ په دوهم پړاو کښې د دغه سیاست زیاتولو او دوام ته په پام سره د اټومي مسلې په هکله له ایران سره د خبرو په هکله د ټرامپ د غوښتنو په هکله مثبت نظر ونلري.

په دې زمینه کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي لاریجاني دې ته په اشارې سره چې امریکا په اټومي تړون  کښې په اسانۍ سره خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړې وویل : د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت« ایت الله خامنه اي »اټومي تړون یوه ښه موافقه ونه بلله ځکه چې د امریکا ولسمشر په اسانۍ سره په دغه موافقې کښې خپلې ژمنې تر پښو لاندې کړي په داسې حال کښې چې ایران په خپلو ژمنو عمل وکړ. په اټومي مسله کښې د امریکا ولسمشر ټرامپ دغه موافقه ماته کړه.

مهم ټکی دا چې په سور سمندر کښې د «هیري ټرومین» د جنګي بیړۍ د دیره کولو او په هند اوقیانوسیې کښې په «ډي ګوګارسیا» جزیرې کښې د  بې دوه په نوم د بم اچونکو الوتکو د دیره کولو په څنګ کښې په سیمه کښې د «کارل وینسټن» د جنګي بیړۍ د دیره کولو په څنګ کښې موافقې ته د نه رسیدا په بڼه کښې د ایران پرضد د پوځي اقدام په زمینه کښې د امریکا د ولسمشر ټرامپ زیاتیدونکي ګواښونه مسلما نه  یوازې د ایران د ویرولو سبب نه کیږي بلکې د امریکا هر ډول پوځي ماجرا غوښتنې ته د متقابل ځواب د ورکولو لپاره د تهران د چارواکو اراده نور هم پسې پیاوړي کوي.

په دې زمینه کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تیرې دوشنبې ورځ د کوچني اختر د لمانځه په دستورو کښې وفرمائیل: ټول هیوادونه دې پوه شي زمونږ دریځونه هماغه دي چې وو.

د امریکا او د صهیونیسټ رژیم دښمنۍ هماغه ده چې وه؛ګواښ کوي چې شرارت به وکړي. مونږ زیات ډاډ نلرو او زیات احتمال نه ورکوو  چې له خارج څخه کوم شرارت ترسره شي، خو که چیرې کوم شرارت هم ترسره شي په پریکنده توګه پیاوړی متقابل ګوزار به وخوري.

په عین حال کښې تهران په ایران باندې  د امریکا د هر ډول  حملې او د ایران د اټومي سیاست په بدلولو د دغه برید د پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی.

په دې زمینه کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود علي لاریجاني وویل : د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي فتوا د اټومي وسلو نه لرل دي خو که چیرې  امریکا کومه غلطۍ وکړه نو ایران د خپلو خلکو په دباو سره مجبوریږي د اټومي وسلو د جوړولو په لور لاړ شي.

په دې سربیره د ایران اټومي ټیکنالوژۍ په دې ډول پلان او جوړه شوي ده چې د بمباریو په بڼه کښې  به هم په هغې کښې هیڅ ډول  ځنډ نه رامینځته نشي. په خپله د امریکا عاقلان متوجه شول که چیرې په ایران حمله وکړي نو دغه کار ایران د اټومي وسلو په لور بیايي او د ایران اټومي پروګرام په بمباریو سره له مینځه نه ځي.