ایران د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو ته چمتو دی
(last modified Thu, 03 Apr 2025 10:04:37 GMT )
Apr 03, 2025 14:34 Asia/Kabul
  • ایران د سیمې له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو ته چمتو دی

پارس ټوډې – د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د سیمې د ځینو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو کې، د اسلامي عقایدو او باورونو په اساس په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو د پراختیا لپاره، د ایران د اسلامي جمهوریت پر چمتووالي ټینګار وکړ.

د سیمې د هېوادونو له مشرانو سره د ایران د ولسمشر ټلفوني خبرې،  د سیمه ایزو همکاریو د زیاتوالي لپاره د تهران د ډیپلوماتیکو سلامشورو نوی پړاو دی. د ایران د ولسمشر سلا مشورې ښيي چې ګاونډي هېوادونه د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري.

پزشکیان د متحده عربي اماراتو له رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره په ټلفوني خبرو کې د دې په بیان سره چې له ګاونډیو او اسلامي هېوادونو سره د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي یوو، وویل: د یوبل ترمنځ د ملګرتیاوو د پراختیا هرکلی کوو.

د متحده عربي اماراتو رئیس هم په دې ټلفوني خبرو کې وويل: ډېر لېواله يم چې ژر تر ژره ايران ته سفر وکړم، څو په ګډه  وکولای شو د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابلو ګټو او د خپلو ملتونو د روښانه راتلونکي په خاطر د ارتباطي پلونو په جوړولو او پياوړتيا کې مرسته وکړو.

ولسمشر پزشکیان په یوه بله ټلفوني اړیکه کې د کویټ له امیر مشعل احمد الجابر الصباح سره همداراز وویل: موږ له کویټ او نورو ګاونډیانو سره په بېلابېلو برخو کې د ورورولۍ او ګاونډیتوب د اړیکو د لا ټینګښت او پیاوړتیا په موخه هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

د کویټ امیر هم په دغه ټلفوني خبرو کې وویل: کویټ له ایران سره د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکی دی او په دې لړ کې له ګاونډیو او دوستو هېوادونو سره د اړیکو د ژورولو په زمینه کې د رغنده او مثبتو پیغامونو او تګلارو هرکلی کوی.

پزشکیان همداشان د اردن له پاچا عبدالله بن حسین سره په ټلفوني خبرو کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به له دوست او ورور هېواد اردن سره د اړیکو او د ملګرتیاوو د پراختیا لپاره له هېڅ کوششه ډډه ونه کړي. د اردن پاچا هم په دې ټلفوني خبرو کې وویل: هیله من یو چې ډېر ژر به وکولای شو د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د سیمه ایزو ننګونو د مدیریت په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او مشورې وکړو.  

د ایران ولسمشر د بحرین له پاچا حمد بن عیسی آل خلیفه سره په ټلفوني خبرو کې زیاته کړه: له بحرین سره د اړیکو لا پراختیا ته لیواله یو او د یوبل ترمنځ د ملګرتیاوو د پراختیا د اسانتیا او چټکولو لپاره به له هېڅ ډول اقدام څخه لاس وانخلو.

په دغه ټلفوني خبرو کې د بحرین پادشاه هم وویل: ایران او بحرین له ډېرې مودې راهیسې د ګاونډیتوب او دوستانه ژورې اړیکې لري او نن ورځ هم د اړیکو د لا پراختیا غوښتونکي یو.

ولسمشر یوه بله ټلفوني اړیکه کې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني سره په خبرو کې وویل: د ایران اسلامي جمهوریت له خپل اوږدمهاله دوست، ورور او ګاونډي سره په مختلفو برخو کې د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.

د عراق لومړي وزیر  هم په دغه ټلفوني خبرو کې وویل: هیله من یو چې دغه هڅې د ایران او عراق او د ټولو اسلامي هېوادونو ترمنځ د وحدت او پیوستون او د ورورولۍ د پیاوړتیا سبب شي او وکولای شو پر هغې باندې په تکیې سره د اسلامی هېوادونو ترمنځ هم اقتصادي اړیکې لا پراخې کړو.

په وروستیو کلونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت کړنلاره، له ګاونډیو هېوادونو سره د ملګرتیاوو د زیاتولو لپاره یوه اغېزمنه نمونه ګرځېدلې ده او د سیمې ډېر هېوادونه دغه بریالی ډیپلوماټیک عمل تعقیبوي. د سیمې د هېوادونو لوړ اقتصادي ظرفیتونه به د همکاریو د دوام، ګډو او دوه اړخیزو پانګونو او د پردیو له نفوذ سره د مقابلې او د سیمه ایز اجماع د پیاوړتیا لپاره اغېزمن عامل وي.

ایران د مختلفو اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزو ظرفیتونو او د وړ بشري منابعو په لرلو سره به، له ګاونډیو هېوادونو سره د پیوستون او پراخو همکاریو په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

ایران همدارنګه ۷ سرحدي ګاونډیان او ۱۰ ساحلي ګاونډیان لري چې د ایران د ډیپلوماسۍ، اقتصاد او کلتور لپاره یې بې شمېره فرصتونه برابر کړي دي. ایراني کلتور اوس هم په ډېرو ګاونډیو هېوادونو کې ډېر یا لږ لیدل کېږي. د پراخو ظرفیتونو شتون او همدارنګه په مختلفو اقتصادي او سوداګریزو برخو کې له دغو هېوادونو سره د اړیکو آسانتیا، د دې لامل شوې چې د ایران حکومت په اقتصادي څو اړخیزه توګه، ګاونډیو هېوادونو ته ځانګړې کتنه وکړي.

ایران د جغرافیې، کلتور او طبیعي زیرمو په ګډون ډېری او د پام وړ سیمه ایز ظرفیتونه لري چې د سیمه ایزو او نړیوالو همکاریو او تعاملاتو لامل کېږي. په دې اساس، د ایران حکومت د سیمې له هېوادونو او ګاونډیانو سره د اړیکو د پراختیا په ګډون، د څو اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاوو د پراختیا په لټه کې دی.

د ایران په محوریت سره د سیمې د مشرانو ټلفوني خبرې به په سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړخونو کې اغېزمنې وي. دغه خبرې اترې کولای شي د ايران او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سياسي تعلقاتو سوکالۍ ته لاره هواره کړي. د سیاسي مشورو دوام به د امنیتي همکاریو لپاره شرایط هم برابر کړي، چې په سیمه کې د بهرنیو لاسوهنو په کمولو کې به پرېکنده رول ولوبوي.