اسرائیل باید د لبنان له پنځو اشغال شویو برخو څخه ووځي
پارس ټوډې - د لبنان لومړي وزیر د لبنان پر وړاندې د وروستي پوځي یرغل په جریان کې د اسرائیلي رژیم د پوځ د پنځو اشغال شویو سیمو څخه د وتلو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ د لبنان لومړي وزیر نواف سلام پرون د چهارشنبې په ورځ وویل چې صهیونیسټي رژیم باید د لبنان په خاوره کې له پنځو سیمو څخه په بشپړه توګه ووځي او بیروت هڅه کوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک پلي کړي.
د لبنان لومړي وزیر زیاته کړې: تر اوسه پورې، هغه ته د دې هیواد پر وړاندې د جګړې د بیا پیلولو د احتمال په اړه کوم ګواښ نه دی رسېدلی.
نواف سلام تر دې وړاندې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د ځانګړي استازي مرستیال مورګان اورټاګس سره په یوه لیدنه کې، د اسرائیلي رژیم د تیري د مخنیوي او د لبنان له خاورې څخه د دې رژیم د پوځیانو د ایستلو د بهیر د بشپړولو لپاره د امنیتي تدابیرو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د دې بیانیې له مخې؛ نواف سلام د امریکا مرستیال استازي ته د هغو اقداماتو په اړه چې د لبنان پوځ یې د ۱۷۰۱ پریکړه لیک د پلي کولو لپاره اخلي، معلومات ورکړل.