پاپ فرانسیس د ۸۸ کلنۍ په عمرکی مړ شو
Apr 21, 2025 10:12 Asia/Kabul
واتیکان اعلان کړی دی چې پاپ فرانسیس، د نړۍ د کاتولیک کلیسا مشر، نن سهار د اپریل ۲۱مه د ۸۸ کلنۍ په عمر مړشوی دی.
کاردینال کوین فارل په یوه رسمي اعلامیه کې د پاپ د مړینی خبر تایید کړی دی .
پاپ فرانسیس په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغې چې پاپ بندیکت شپاړسم استعفا ورکړه، د کاتولیک کلیسا نوی مشر وټاکل شو، او لومړنی پاپ و چې د سویلي امریکا له وچه ټاکل شوی و.
د هغه روغتیا په وروستیو کلونو کې د رسنیو او د هغه د پیروانو تر پاملرنې لاندې وه.
واتیکان په مارچ کې اعلان کړی و چې پاپ فرانسیس سینه بغل دی، خو روغتیايي حالت یې ښه دی.
ټیګونه