یو امریکائي شنونکی وائي؛ امریکا ایران نشي تسلیمولی
د امریکا دس یاسی چارو یو کارپوه،څيړاند او شناندی راس هریسن په یولړ څرګندونو کې وویل: پوځي بریدونه او بمبارئ به ایران دې ته اړ نه کړي چې د امریکا شرطونه ومني.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، د منځني ختیځ د مطالعاتو د انسټیټیوټ لوړپوړي څېړونکي او تکړه امریکائي شناندي راس هریسن ویلي دي : هېڅ ډول پوځي اقدام، په تیره بیا هوايي عملیات او د عامو تاسیساتو ویجاړیدا، به د ایران د حکومت د تسلیمېدو او د امریکا د شرطونو د منلو لامل نه شي.
هغه وویل، امریکا به په پوځي بریدونو باندې په تکیه کولو سره خپلو سیاسي موخو ته ونه رسېږي او داسې ښکاري چې د ټرمپ حکومت د خپلو تیروتو فیصلو له امله د امریکا د خلکو په وړاندې لا کریکجن او سپَک شوي دي.
هغه په زغرده روښانه کړې ده ،ایران به د پوځي بریدونو په دباؤ او په اقتصادي کلابندیو سره د خپل ایټمي پروګرام د تړلو یا د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه له خپلو دریځونو شاتګ ونه کړي، باید له ایران سره تعامل وشي او د ایران غوښتو ته تر یوه حده غوږ واچول شي.