اوکراین له روسیې سره له اوربند وروسته نیغ په نیغه خبرې کوي
(last modified Wed, 23 Apr 2025 00:11:50 GMT )
Apr 23, 2025 04:41 Asia/Kabul
  • اوکراین له روسیې سره له اوربند وروسته نیغ په نیغه خبرې کوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي پرون وویل کي یف یوازې د اوربند له ټینګیدا وروسته له روسیې سره نیغ په نیغه خبرو ته چمتووالی لري.

هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل: مونږ چمتو یوو چې له اوربند وروسته په هر چوکاټ کښې خبرې وکړو.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي په عین حال کښې خبرداری ورکړ چې د سولې د موافقې له ټولو مادو سره چټک موافقت ناممکن دی.

هغه وویل د اوکراین د لوړرتبه چارواکو یو پلاوی نن په لندن کښې د امریکا او د اروپايي هیوادونو له چارواکو سره کتنه او د جزيي یا د بشپړه اوربند په هکله ورسره خبرې کوي.

د اوکراین ولسمشر زلنسکي دغه راز ادعا وکړه چې د چین ښاریز په روسیې کښې د بې پایلوټه الوتکو د جوړولو په یوه مرکز کښې کار کوي او هغه مخکې هم چین روسیې ته د وسلو په ورکولو تورن کړی و.

له روسیې سره د خبرو په هکله د اوکراین د ولسمشر زلنسکي دغه څرګندونې وروسته له دې کیږي چې د روسیې ولسمشر پوتین تیره اونۍ د ایسټر یعني د پاک اختر په مناسبت له اوکراین سره دیرش ساعته اوربند اعلان کړی و.