د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس یو پلاوی ایران ته راځي
(last modified Fri, 25 Apr 2025 06:25:09 GMT )
Apr 25, 2025 10:55 Asia/Kabul
  • د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس یو پلاوی ایران ته راځي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ټامي بروس(Tammy Bruce) وویل چې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس اراده لري روانۍ اونۍ ایران ته یو ټیم واستوي.

هغې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د څرګندونو په هکله د سعودي عربستان د «الحدث» ټیلي ويژن چینل د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې چې ویلي یې دي له ایران سره داسې موافقه کیدونکي ده چې د ډیرو کسانو ژوند به بچ کړي زیاته کړه له ایران سره خبرې رغنده دي خو مخ ته پرته لاره اوس هم اوږده ده.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې ټامی بروس وویل په دې زمینه کښې د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس روانه اونۍ ایران ته د یوه ټیم داستولو لپاره د پلانونې په حال کښې دی.

الحدث ټیلي ويژن د چین د شینهوا خبري اژانس په قول راپور ورکړی چې د ایران او د امریکا د خبرو اترو له دریم پړاو مخکې په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د چین ، د  روسیې او د ایران استازیو د نوموړي اژانس له مشر رافائیل ګروسي سره کتنه وکړه او د ایران د اټومي پروګرام په هکله یې ورسره خبرې وکړې.

دغه راز یو راپور ایشوا شوی چې وايي د امریکا د خارجه وزارت د سیاسي پلانونې مدیر مایکل انتون به له ایران سره په غیر مستقیمو خبرو کښې چې سبا په عمان هیواد کښې وشي د امریکا د فني پلاوي مشرۍ پرغاړه ولري او په دغو خبرو کښې به د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اسټیو ویټکاف هم ګډون ولري.