-
ایران د یورانیمو د۶۰فیصدي پخولو تیزوالی کم کړی دی
Feb 02, 2024 12:07د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر مدعي شوی دی ،که څه هم ایران د یورانیمو د شپیته فیصدي پخونې زیرمې زیاتې کړي دي ، خو ددغو محصولاتو د تولید سپيډ ئې کم کړی دی .
-
د فلسطین حالاتو، نړۍ ته د اسرائیلي رژیم څېره ور وپېژندله
Jan 14, 2024 05:57د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي په دې خبرې سره چې د صهیونیسټانو د پښې نښې د سیمې په ډېرو کړکېچونو کې لیدل کېدی شي وویل: د فلسطین له حالاتو یوه پرده لیرې شوه او د اسرائیلي رژیم بڼه یې ټولې نړۍ ته په ډاګه کړه.
-
د ایران اټومي پروګرام سوله ئیز دی او وي به
Dec 30, 2023 04:26زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» د تهران د اټومي پروګرام په هکله د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا، فرانسې او د جرمني ګډې بیانیې ته په غبرګون کښې وویل: د ایران اټومي پروګرام تل سوله ئیز و او وي به.
-
د غزې پرضد له اټومي بم د استفادې په هکله د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر دریځ :-
Nov 10, 2023 14:37د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مشر محمد اسلامي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس مشر رافائل ګروسي ته په یوه لیک کښې غوښتنه وکړه چې اټومي اژانس د فلسطین په غزې تړانګه کښې د فلسطین د خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم لخوا له اټومي وسلو د استفادې یا د استفادې د ګواښ د خطرونو پایلې د ملګروملتونو امنیت شورا ته منعکسې کړي.
-
د ایران دایټمي انرژۍ ادارې ۱۵۹بریاوې درلودلي دي
Nov 09, 2023 15:06د ایران د اسلامی جمهوریت دایټمی انرژۍ دادارې مشر ټينګار وکړ،د ایران د ایټمي انرژۍ ادارې ۱۵۹ټيکنالوجیکي او صنعتي بریاوې درلودلي دي.
-
د ایران او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس ترمینځ تعامل شته
Jun 08, 2023 03:53ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي او سفیر میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس او د ایران ترمینځ د سیف ګارډ د مسائیلو د حل په زمینه کښې پرمختګ مهم وباله.
-
د ډيپلوماسۍ له لارې د ایران اټومي موضوع حل کیدلای شي
May 25, 2023 03:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وربرګ وویل باوري یوو چې د ډیپلوماسۍ له لارې د ایران د اټومي دوسیې په هکله حل لاره پیدا کولای شو.
-
د امریکا او د انګلستان اقدام نړیواله خلاف ورزۍ ده
Mar 16, 2023 05:21زمونږ خبریال راپور راکړی د اټومي انرژۍ نړیوال اژانس او په ملګروملتونو کښې د چین نمایندګۍ د اسټرالیا په اټومي هیواد کولو کښې د امریکا او د بریتانیا اقدام د نړیوالو مقرراتو پرخلاف وباله.
-
ایران به د خبرو اترو له میزه لاړ نشي
Mar 07, 2023 16:02ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د ډيپلوماسۍ او د خبرو په لاره کښې ثابت قدمه دی او د ملي ګټو په ساتلو سره د اټومي خبرو نتیجې ته د رسیدا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
نړیوال اژانس د ایران پرضد پریکړه لیک نه خپروي
Mar 07, 2023 11:13په اټومي انرژۍ نړیوال اژانس کښې د روسیې استازي میخاییل اولیانوف په ویانا کښې له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل تهران ته د اټومي اژانس د مشر رافائل ګروسي سفر ته په پام سره د واکمنې شورا په غونډې کښې د ایران پرضد پریکړه لیک نه صادریږي.